خبرونهټولنه

په غزني کې زیاته اندازه تاریخ تېري او بې کیفیته توکي نیول شوي دي

کابل/ غوايي۲۱ مه/ باختر

د کورنیو چارو وزارت په غزني  کې زیاته اندازه  تاریخ تېري او بې کیفیته خوارکي او غیر خوراکي توکو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د باختر آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت د درنو جرمونو او اداري فساد سره د مبارزې مدیریت د غزني ښاروالۍ ریاست په همکارۍ۶  کانټینره هغه توکي نیولي چي تاریخ یی تېرشوی وو.

د خبر له مخې همدارنګه په یاد ولایت کې درې هغه کارخونې هم مهر لاک شوې چي له بې کیفیته موادو نه یې خوراکي توکي جوړول.

کورنیو چارو  وزارت همدارنګه ویلي چې په دې تړاو يې اته کسان هم نیولي دي.

دا په داسې حال ده چې تر دې وړاندې په بازارونو کې د تاریخ تېرو او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکو له موجودیت څخه شکایتونه شوي وو او په دې اړه له حکومت څخه د جدي اقداماتو غوښتنه شوې وه.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته