امنیت

په غزني کې شپږو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د چنګاښ ۲۷مه / باختر
پنځه وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې ووژل شول.
د ځانګړو عملياتو قول اردو مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې کومانډويانو له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د هوايي ځواکونو په ملاتړ د غزني د مرکز په مربوطاتو کې ګډ عمليات ترسره کړل چې په پايله کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو په بهير کې يو طالب ټپى شو او د دښمن دوه ښخ کړاى شوي ماينونه کشف او شنډ کړای شول.
ختم-شکريه –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته