خبرونهTOPټولنه

په غزني کې مېرمنو د اسلامي حجاب په مراعات کولو ټینګار وکړ

کابل، د ثور ۲۹ مه، باختر

د غزني په نوآباد ښار ګوټي کې زیات شمېر ښځو د امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله آخندزاده د اسلامي حجاب په اړه له صادر شوي فرمان څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.

په دې غونډ کې یادو مېرمنو په خپلو خبرو او مقالو کې د اسلامي حجاب په اړه خبرې اترې وکړې او حجاب یې د ښځو لپاره اسلامي سینګار او زینت وبلل.

په همدې حال کې دیني عالمانو وویل چې د نړۍ په ادیانو کې تر ټولو غوره او بشپړ دين، د اسلام مبارک دین دی، چې انسان ته د لارښوونې لپاره هر څه په کې واضح شوي دي.

عالمانو وویل چې غربي هېوادونه تل د بیان آزادۍ او د بشر حقونو په اړه غږ پورته کوي؛ خو دوی خپله بیا په خپلو هېوادونو کې د حجاب مخالفت کوي او مسلمانو ښځو ته د اسلامي حجاب مراعاتولو پر وړاندي خنډونه رامنځته کوي.

په همدې حال کې د غزني د امرباالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، مولوي عبدالله محمد وویل چې امرباالمعروف او نهي عن المنکر د هر مسلمان دنده ده چې په ټولنه کې یې تطبیق کړي او د نه تطبیق په صورت کې د اسلامي حکومتونو دنده ده چې په ټولنه کې امرباالمعروف او نهی عن المنکر تطبیق کړي.

هغه د غزني له خلکو وغوښتل چې د امرباالمعروف او نهي عن المنکر د حکم په تطبیق کې له دوی سره مرسته وکړي چې په ټولنه کې د فساد مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې پر غزني سربېر په مرکز کابل او زیات شمېر نورو ولایتونو کې د حجاب مراعتولو په اړه غونډې او لاریونونه شوي وو.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته