امنیت

په غزني کې يو سړى له نشه يي توکو سره ونيول شو

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
د غزني پوليسو يو سړى نن په دغه ولايت کې له نشه يي توکو سره ونيو.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم باختر آژانس ته وويل: د دغې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو يو سړى له دوه کيلوګرامه ښيښه ډوله نشه يي توکو سره د غزني ښار په مربوطاتو کې ونيو.
هغه زياته کړه چې نيول شوي سړي غوښتل دغه نشه يي توکي کابل ته ولېږدوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته