امنیت

په غزني کې پنځه تنه له نشه يي توکو سره ونيول شول

کابل / د کب ۲۰ مه / باختر
د غزنی پولیسو نن پنځه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو او پلور په اړوند ونیول.
د غزنی د امنیې قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم باختر آژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبانو دغه کسان د غزني ښار له مربوطاتو څخه د نشه يې توکو د قاچاق او پلور په تړاو نيولي دي.
تبسم زیاته کړه: له نيول شويو کسانو څخه څو بورۍ بنګدانې (د چرسو تخم) یوه اندازه هیرویین او یو مازدا ډوله موټر ترلاسه شوي دي.
پاى \ شکريه \ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا