کابل، د چنګاښ ۲۷ مه، باختر
د غزني د ده یک ولسوالۍ په خشک کلي کې په یوه ترافيکي پېښه کې دوه تنه مړه شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د غزني له امنیې قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاده پېښه د یو پاسو او موټرسایکل تر منځ رامنځته شوې، چې له امله یې یو زوی او مور مړه شوي او یوه ښځه او یو نارینه ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې ټپیان د درملني په موخه د غزني ولایت حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.
د ترافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.
س.صدیقي