امنیت

په غورماچ کې يو پوليس شهيد او اوولس ملکي وګړي ټپيان شول

دماين په هغې چاودنه کې چې نن دبادغيس ولايت په مربوطاتو کې وشوه يو پوليس شهيد او اوولس تنه ملکي وګړي ټپيان شول.

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطﻻعاتي اژانس ته خبرورکړ

يو ريموټ کنترول ماين چې د وسله والو مخالفينو له خوا په يوه څاروي باندې ايښودل شوي وو ددغه ولايت دغورماچ ولسوالۍ په بازارکې وچاوديد چې له امله يي يو پوليس شهيد اواوولس تنه ملکي وګړي ټپيان شول.

دخبرځاى دڅرګندونو له مخې ټپيان دپوليسو دځواکونو له خوا روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه بلل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته