ټولنه

دجمهوري رياست دعالي مقام له لارښوونې سره سم دملي پوليسو دمعلول سرتيري داحوالو دپوښتنې په وخت کې دجمهوري رياست دمقام نغدي مرسته دې ته وسپارل شوه .

کابل باختر د مرغومي څلورمه
دجمهوري رياست  دعالي مقام له لارښوونې سره سم دملي پوليسو دمعلول سرتيري  داحوالو دپوښتنې په وخت کې  دجمهوري رياست دمقام  نغدي مرسته  دې ته وسپارل شوه .
دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوى رياست  ددفاع او امنيت رييس  ډګرجنرال  الحاج محمد حسن  ددغې ادارې  ديو هيئت په مشري  د ١٣٩١ کال  دمرغومى دمياشتې  په دريمه نيټه  ديکشنبې په ورځ  دغزني ولايت  دامنيې قوماندانۍ  د سرتيري  عبدالشکور  دجان اغا دزوى  داحوالو دپوښتنې په ترڅ کې  دماين دچاودنې له امله  معلول شوى دى  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست  دعالي مقام د ديرشو زرو افغانيو نغدي مرسته  ده ته  ورکړه .
  دغزني ولايت  دامنيې قوماندانۍ  سرتيري عبدالشکور دجان اغا زوى  د١٣٨٦ کال  دوري دمياشتې  په ديرشمه نيټه له خپلې  قانوني رخصتي څخه داستفادې په وخت کې  دکابل غزني  په لاره کې  دماين دچاودنې له امله سخت ټپي شوى و  او په پښو او لاس  فلج شوى دى .
دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا  دلوى رياست هيئت  دجمهوري رياست  دعالي مقام  له لارښوونې سره سم  دکابل ښار په قلعه زمانخان کې  دده په کور کې دعبدالشکور دپوښتنې په وخت کې  ددولت له خوا دده کورنۍ ته  دده ددرملنې  دتامينولو ډاډ ورکړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته