ټولنه

په غورکې د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې د ويش کمپاين پيل شو

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
په غور ولايت کې د کرنې د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې د ويشلو کمپاين نن پيل شو.
د غور ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست چارواکو باختر آژانس ته خبر راکړ : د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې د ويشلو د مني کمپاين، د دغه ولايت د سيمه ييزې ادارې د مقاماتو په ګډون پيل شو.
په دې کمپاين کې د دغه ولايت پرشپږو زرو تنو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره وويشل شوه .
د کرنې او اوبو لګولو رياست چارواکو د دغه کمپاين د پرانستلو په وخت کې ژمنه وکړه چې د دغه پروګرام د برياليتوب په صورت کې به په راتلوونکي کال کې هغوى د دغه پروګرام له لارې د زياتو بزګرانو ملاتړ وکړي.
هغوى زياته کړه: اوس د غور ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست د پاملرنې وړ ګرځيدلى دى او په دغه ولايت کې د کرنې د ميکانيزه کولو لپاره زيات پروګرامونه ترلاس لاندى نيول کيږي.
د غور والي غلام ناصر خاضع وايي: د دغه ولايت د کرنې سکتور کلکو همکاريو ته اړتيا لري چې د دغه ولايت بزګران وکولاى شي په خپلو پښو ودريږي.

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا