خبرونهټولنه

په غورکې د وچکالۍ له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

کابل، دغبرګولي٢٠مه، باختر

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په غور ولایت کې له ۲۰۹ وچکالۍ ځپلو او زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.

دغور د کډوالو چارو مسوول محمدعیسى اقبالي د باختر آژانس خبريال ته وويل: پخوا هم د دغه ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ ٣٥٠ بېځايه شوې او زيانمنې شوې کورنۍ سروې او پيژندل شوې وې چې له هغه جملی ٢٠٩ کورنۍ مستحقې پيژندل شوې دي.

هغه زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د(CHA) دفتر په همکارۍ پر هرې کورنۍ ۴۲۰ ډالره ووېشل.

| ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته