– کابل، د غبرګولي ۵ مه، باختر
د (وارچایلد) موسسې د غور ولایت له طبعي پېښو سره د مبارزې ریاست په همکارۍ په ۶۷۵ وچکالۍ ځپلو کورنیو نغدې پېسې ووېشلې.
د غور له طبعي پېښو سره د مبارزې ریاست مالي او اداري مدیربرهان الدین سعیدي باخترآژانس ته وویل چې دغه نغده مرستې په ۶۷۵ وچکالۍ ځپلو کورنیو چې پخوا د فیروزکوه ښار په مربوطاتو کې سروې شوې وې ووېشل شوې.
هغه وویل پر هرې کورنۍ ۷۲۰۰ افغانۍ ووېشل شوې او دغه بهیردوام لري.
ع