ټولنه

په غور کې دغره د ښوئېد نې له امله يوه ځوانه نجلۍ ووژل شوه

کابل/ د مرغومي ٢٩مه / باختر:
په غور کې دغره د ښوئېدنې له امله يوه ځوانه نجلۍ ووژل شوه او څلور تنه نور ټپيان شول.
دغه پېښه پرون ناوخته د شهرک ولسوالۍ د دره بيدان په کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې د غره يوه برخه د استوګنې پر يو کور ولوېده.
د شهرک ولسوالۍ يو سيمه ييز مسوول باخترآژانس ته وويل؛ په دې پېښه کې يوه ١٦کلنه نجلۍ ووژل شوه، يوه ميرمن او درې ماشومان ټپيان شول.
د پېښې قربانيان د يوې کورنۍ غړي وو.
دوه ورځې وړاندې زلزله او درنه واوره او باران په غور کې د غره د يوې برخې د ښوئېدو اصلي علت بلل شوى دى.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته