کابل – باختر دلړم دمياشتې ١
په هرات ولايت کې دفوټبال د دويم لاس سياليو نن سهار په يوې لوبې سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل : په دې لوبه کې دنوابي ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره دهرات ب پرټيم بريالى شو .
دغه سيالۍ د دولسو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوې چې په ټاکل شوې ده سبا د آرش او باختر ټيمونه لوبې وکړي.
ديوبل خبرله مخې : دهرات ولايت دفوټبال دولسواليو دجام دسياليو په دوام پرون مازيګر دتورغنډۍ دښارګوټې ټيم داوبې ولسوالۍ ټيم ته ماتې ورکړه .
په دې لوبه کې دتورغنډى دښارګوتې ټيم د دوو په مقابل کې په څلور وسره د اوبې دولسوالۍ ټيم ته ماتې ورکړه .
ټاکل شوې ده ددغو سياليو په دوام نن داسلام قلعه اوغوريان بى ټيمونه لوبه وکړي.
0 1 دقیقه لوستل