کابل، د غبرګولي۱۶مه، باختر
د غور مرکز فيروز کوه ښار په بادګاه کلي کې د څښاک اوبو د ۳ شبکو د جوړولو کار پیل شو.
د غور د کليو د بيا رغونې او پراختيا رئيس مولوی محمد ادریس شریعت د باختراژانس خبريال ته وويل چې د غور په مرکز کې د اوبو رسولو د شبکو کار پيل شوى دى.
نوموړي وويل چې په دغو پروژو کې څه د پاسه ۱۱ ميليونه ۱۰۰ زره افغانيو په لګښت د اوبو د څاه کيندل، د اوبو د درېيو زېرمو جوړول چې ټولټال ١٣٠ متره مکعبه ظرفيت لري. د یونیسف په مالي مرسته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې د ملي پروګرام له لارې پلې کېږي.
د اوبو رسولو د دې شبکې په بشپړېدو سره به (۶۶۱) کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.