خبرونهفرهنګ

په غور کې د کتاب نندارتون جوړ شو

 کابل، د چنګاښ ۱۱ مه، باختر

د غور ولایت یو شمېر ځوانانو او فرهنګیانو پرون په دغه ولایت کې د کتاب خیاباني نندارتون جوړکړ.

د دغه نندارتون یو تن جوړونکی حسام الدین معنوي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه نندارتون د ځوانانو د استعدادونو د ودې، د مطالعې فرهنګ رواجول او د عامه ذهنونو د روښانه کولو لپاره جوړشوی دی.

هغه زیاته کړه، چې په دې نندارتونو کې په بېلا بېلو برخو کې ۳۵۰۰ ټوکه کتابونو نندارې ته وړاندې شوي دي.

ویل کېږي، په دې نندارتون کې یو شمېر زده کوونکو نجونو هم ګډون کړی او هغوی د کتاب لوستلو او د ښونې او روزنې پر ارزښت ټینګار کوي.

په همدې حال کې د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو د دغه خیاباني نندارتون د جوړولو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د کتاب لوستلو او مطالعې فرهنګ انټرنټ او لوېدیځو شبکو ته د ځوانانو د لېوالتیا په دلیل پیکه شوی او د دغه شان نندارتونونو جوړول کولای شي ځوانان له کتاب سره علاقمند کړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته