ټولنه

په غور کې زرګونو زده کوونکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ پيدا کړ

کابل/ دوري ٢٦مه /باختر
په غور کې په دريو ښوونځيو کې د اوبو رسونې د شبکو په جوړولو سره په زرګونو زده کوونکي د لومړى ځل لپاره دڅښاک پاکو اوبوته لاسرسۍ پيداکړ.
د اوبو رسولو دغه شبکې د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا رياست د درې ميليونو دوه سوه زرو افغانيو په لګښت د دولتيار ولسوالۍ او د فيروزکوه ښار ښوونځيوته جوړې کړي دي.
دغور د کليود بيا رغاونې اوپرمختيا رياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې د اوبو رسونې د دغو شبکو په پرانيستلوسره د نجونواوهلکانوپه ګډون درې زره زده کوونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسۍ پيداکړ.
دغور د پوهنې رياست مسوولينو د دغو شبکو د جوړولو هرکلى وکړ
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته