کابل، د غرګولي ۲۳ مه، باختر
د غور په پسابند ولسوالۍ کې پر زرو مالدارانو د څارویو لپاره خوراکي توکي ووېشل شول.
د غور د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پلان مدیر عبدالصمد صایب باخترآژانس ته وویل چې اکشن اید موسسې د پسابند ولسوالۍ په ۱۸ کلیو کې پر۱۰۰۰ مالدارانو د څارویو لپاره ۲۰۰ مټریک ټنه خوراکي توکي ووېشل.
صایب زیاته کړه چې د دغه پروګرام د تطبیقولو موخه د څارویو د له منځه تلو مخنیوی او د کرنیزو پروګرامونو تطبیقول دي.
د یو بل خبر له مخې؛ په سمنګانو کې پر څه نا څه۲۰۰۰ اړمنو کورنیو نن د یونیسف په مالي ملاتړ غیر خوراکي توکي ووېشل شول.
ع