کابل، د غبرګولي ۲۵مه، باختر
په غور کې د (اکشن ايد) موسسې د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ نن پر ٤٦٠ مالدارانو د څارويو درمل ووېشل.
د غور د کرنې رياست يو مسوول عبد الصمد صائب وويل؛ د غور په تيورې ولسوالۍ کې د (اکشن ايد) موسسې د څارويو د تلفاتو د کمښت په موخه پر٤٦٠ بې وزلو مالدارانو د څارويو درمل ووېشل.
نوموړې له (اکشن ايد) موسسې څخه په دغه ولايت کې د کرنې او مالدارۍ پروګرامونو د پراختيا غوښتنه وکړه.
\ ج