امنیت

په فارياب کې دتښتوونکوله منګولو څخه دشپږو تنو انجينرانو ژغورنه

دفارياب ولايت پوليسو دسړک جوړولو شپږتنه انجينران دطالبانو له خوا له تښتونې څخه وژعورل .

دخبرونوله مخې دغه انجينران دسي اج اي په غيرحکومتي مرکز پوري مربوط دي اوکله چې وسله والو طالبانو غوښتل هغوى وتښتوي دپوليسو په اقدام سره وژغورل شول.

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبرله مخې دغه انجينران پرون دپښتون زرغون ولسوالۍ دقلعه زال د کلي دسړک په جوړولو بوخت و چې طالبانو ددوى دتښتولو په نيت ورباندې بريد کړي دي .

دفارياب دپوليسو ويندوى وايي ددوى دځواکونواوطالبانو ترمنځ په نښته کې دغو انجينرانو اوپوليسو ته کوم زيان نه دى رسيدلي.

داپه داسې حال کې ده چې طالبانو څو ورځې مخکې په فارياب کې دوه تنه انجينران ووژل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته