کابل، د غبرګولي ٤ مه، باختر
په فارياب کې د فوټسال د غوره ليګ سيالۍ په شپږو ګروپونو کې د٢٧ ټيمونوپه ګډون پيل شوې.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د المپيک د ملي کميټې مسوولين وايي چې د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې د پديدې لوبډلې د استقلال المار لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دغو سياليو په دويمه لوبه کې د اتحاد لوبډلې د جوانان پيروزي ټيم ته ماتې ورکړه.
المپيک ملي کميټه وايي چې دغه سيالۍ د فارياب د اتفاق په جمنازيوم کې پيل شوي چې ١٥ورځې به دوام وکړي او ټاکل شوې ده د برخه والو لوبډلو ترمنځ ٥٠ لوبي ترسره شي.
\ ج