خبرونهاقتصادټولنه

په فارياب کې زرګونو تنو ته د کار زمينه برابره شوه

 کابل/ د غوايي٢٧مه/ باختر

د کار په بدل کې د خوراکي توکو د ورکړې پروګرام په آډانه کې د فارياب په مرکز او ولسواليو کې  ٢٢ زرو تنو ته د کار زمينه برابره شوه.

د فارياب والي قاري حفيظ الله پهلوان دغه پروګرام ارزښتناک وباله او د دغه شان پروګرامونو د دوام ډاډ یې ورکړ.

دغه راز د فارياب د کرنې رييس وويل چې په دې پروګرام کې د فارياب د مرکز ميمنې ښار او د دغه ولايت  د ولسواليو ٢٢ زرو تنو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

هغه زياته کړه په دې پروګرام کې پرهرکارګر هره ورځ ١٠ کيلوګرامه غنم وېشل کيږي

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته