امنیت

په فارياب کې لسو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د لیندۍ ۱۱ مه / باختر
دوه وسله وال طالبان فارياب کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول او ٨ نور ټپيان شول.
د ٢٠٩شاهين قول اردو وياند محمدحنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې ياد وسله وال طالبان د دغه ولايت د پښتونکوټ ولسوالۍ په خواجه ناموسي سيمه کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
رضايي زياته کړه: په دې نښته کې ٨ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى دوه موټرسايکلونه او جنګي وسايل له منځه يوړل شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته