امنیت

په فارياب کې په مرموز ډول د يو ځوان وژنه

کابل/ د سلواغې ٥ / باختر:
يو ځوان په فارياب کې په مرموز ډول ووژل شو.
د دغه ځوان مړى پرون ناوخته د خان چهارباغ ولسوالۍ له يوې دښتې ترلاسه شو.
د رارسېدلو خبرونوله مخې، د وژل شوي ځوان په بدن کې د ګولۍ يا چړې هيڅ اثار نه ليدل کېږي او د هغه په غاړه کې داسې نښې هم نه ليدل کېږي چې زندۍ شوى وي.
د فارياب يوه امنيتي خبرځاى له باخترآژانس سره په اړيکه کې ، د دغه ځوان وژنه تائيد کړه او ويې ويل، امنيتي مامورانو د دې وژنې د عاملانو د موندلو او نيولو لپاره هلې ځلي پيل کړي دي.
تراوسه پورې د دغه ځوان هويت نه دى په ډاګه شوى.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته