کابل، د چنګاښ ۲۹ مه، باختر
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره د مبارزې مدیریت منسوبین وايي چې په دغه ولایت کې د تېر په پرتله جنايي جرمونه کم شوي دي.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره د مبارزې مدیرمحمد اسماعیل فرقاني باخترآژانس ته وویل چې په فاریاب کې د اسلامي امارت د حکومت په لومړیو ورځو کې جنايي جرمونه زیات و چې په دې وروستیو کې کم شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د جنايي جرمونو په کمښت کې د دغه ولایت د اوسېدونکو همکاري د ستاینې وړ ده او دغه همکاري د دې سبب شوې ده چې په دغه ولایت کې د جنايي جرمونو کچه راټیټه شي.
ع