خبرونهامنیت

په فاریاب کې د ماین د چاودنې له امله پنځه ماشومان ټپیان شول

میمنه / د لړم ۲۶ /باختر
په فاریاب کې پرون مازیګر د وسله والو طالبانو له خوا د ښخ کړای شوي ماین د چاودنې له امله پنځه ماشومان ټپیان شول.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه ماشومان د دغه ولایت د قیصار ولسوالۍ د جورلق په کلي کې د وسله والو طالبانو د ښخ کړای شوي ماین د چاودنې له امله ټپیان شول او د یو ټپي روغتیایی حالت خراب بلل شوی دی.
وسله وال مخالفان د هېواد په نا امنو سیمو کې د خلکو د تګ راتګ په لاره کې تل ماینونه ښخوي چې زیاتره دغه ماین ښخونې د ملکیانو د سر د زیان سبب کېږي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته