ورزش

په فاریاب کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

کابل / د مرغومې ۱۱ مه / باختر
د فاریاب په ورزشي ډګر کې د وزلوبې اوونيزې سيالۍ د پښتونکوټ ولسوالۍ د قيصار، چهل ګزي او د مرکز ميمنې د چاپ اندازانو په ګډون وشوې.
چاپ اندازانو په یاد ولایت کې د وزلوبې د ودې لپاره د یادو پروګرامونو پیلول خورا ګټور او ارزښتناک وبلل او زیاتوي چې دوی به په لیوالتیا سره په دغو لوبو کې ګډون کوي.
د دغو سیالیو د پیلولو موخه د فاریاب د منتخبې لوبډلې لپاره د غوره څېرې ټاکل دي.
د يادونې وړ ده، چې نن شنبه د روان کال د مرغومې په يوولسمه د دشت دمقول په ورزشي ډګر کې د وزلوبې سيالۍ دوام لري.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته