کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
د فاریاب د استخباراتو ریاست منسووبینو پرون د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ضبط کړه.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس الدین محمدي باخترآژانس ته وویل چې د دغه ولایت د استخباراتو ریاست منسوبینو له یادې زیرمې څخه یو زغره وال موټر، یو آرپي جي توغندی ویشتونکی، ۲ پیکا، ۱ نارنجک غورځوونکی، ۵ کلاشینکوفونه، ۱ دراز نوف او یوه زیاته اندازه مهمات او پوځي تجهیزات ترلاسه کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د دغې زیرمې د ساتلو په تور څوک نه ديی نیول شوی.
ج