کابل / د غوايي ۳۱ مه / باختر
د فاریاب د طلاعاتواو فرهنګ ریاست د کتابتونونو لوي مدیریت د مطالعې فرهنګ د رواجولو په خاطر د کتاب نندارتون په دغه ولایت کې جوړ کړ.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس الدین محمدي باختر آژانس ته وویل چې په دې نندارتون کې څه د پاسه ۱۰۰۰ ټوکه کتابونه په بېلابېلو عنوانونو سره نندارې ته وړاندې شوي او دغه نندارتون به تر دوو نورو ورځو د کتاب او مطالعې مینه والو پرمخ پرنیستی وي.
ع