خبرونهامنیتTOP

په فاریاب کې د یوه تنکي ځوان د ځورونې په تور ۶ تنه ونیول شول

کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر 

د کورنیو چارو وزارت په فاریاب ولایت کې د یوه تنکي ځوان د ځورونې په تور د ۶ تورنو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع له لوري باختر اطلاعاتي اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یاد ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې رامنځته شوې دغه کرغېړنه پېښه په هېڅ صورت د توجیه وړ نه ده او له عاملینو سره به یې جدي قانوني چلند وشي. 

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د دغه ټکان ورکوونکې پېښې په تړاو د راپور ترلاسه کولو سمدستي وروسته د فاریاب امنیتي مسوولینو ته امر کړی، چې د دغه جنایتکارانه عمل عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري. 

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې په دغه قضیه کې ۱۰ کسان ښکېل بلل شوي، چې تر دې دمه یې له ډلې څخه ۶ د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او د ۴ نورو تورنو کسانو د نیولو هڅې دوام لري. 

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي؛ لومړني راپورونه ښيي، چې دغه تنکی ځوان د شخصي خصومت او تربګنۍ له کبله د پېښې د فاعلینو په شخصي کور کې شکنجه شوی او دغه ناوړه جنایت ورسره ترسره شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته