خبرونهروغتیا

په فاریاب کې ویجاړ شوي روغتیايي مرکزونه بیا رغاول کېږي

  کابل / د غوايي ۲۸ مه / باختر

د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ کې شل بستریز روغتون له بیارغونې وروسته پرون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د فارياب د عامې روغتيا سرپرست ډاکټر عجب خان حميدي د باختراژانس خبريال ته وويل چې د فارياب په شيرين تګاب ولسوالۍ کې شل بستريز روغتون د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په خاطر له بیا رغونې وروسته بېرته پرانېستل شو.

په همدې حال کې د شيرين تګاب ولسوالۍ په شل بستريز روغتون کې بستر ناروغان له مسوولینو غواړي چې په دغه روغتون کې مراجعینو ته لا زياتې استانتیاوې برابرې کړي.

دوی له دولت او روغتیايي مرستندویه ادارو غوښتنه وکړه چې  د دغه ۲۰ بستریز روغتون بسترونه تر اتیا پورې زیات کړي.

په همدې حال کې د MMRCA  د مرکزي دفتر رییسې ليلما ابوي باختر آژانس ته وويل چې په فارياب کې ٦٨ روغتيايي کلينيکونه فعالیت کوي چې له دې جملې څخه ٣٣ يې په وروستيو کلونو کې د جګړو له امله په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.

د هغې د څرګندونوله مخې؛ ټاکل شوې  ده چې په دغه ولايت کې ويجاړ شوي کلينيکونه د روان کال د جون  تر پايه پورې بېرته ورغول شي او په فعالیت پیل وکړي.

هغه زياته کړه، د MMRCA موسسې په لومړي کاري پلان کې په فارياب کې د پنځو روغتيايي کلينيکونو ترميمول شامل دي، چې ټاکل شوې ده ډېر ژر به يې کار پيل شي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته