امنیت

دپاکستاني طالبانو يو تروريست په کراچۍ ښار کې و وژل شو .

کراچۍ  جيونيوز باختر دزمري  شپږ ويشتمه

 دپاکستاني طالبانو دتحريک يو تروريست پرون  د پاکستان په کراچۍ ښار کې له پوليسو سره په نښته کې  و وژل شو .

 باخترآژانس خبر راکړ  :  د پوليسو دڅرګندونو له مخې ،   دغه تروريست چې د يو شمير بريدونو د ترسره کولو په مقصد تر څارنى لاندې و ، د کراچۍ ښار د منګوپير په ناحيه کې  و وژل شو .

 پوليسو له دغه تروريست څخه چاوديدونکى توکي او تودې وسلې ترلاسه کړي دي  او د ده موټر يې ضبط کړى دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته