امنیت

دطالبانو د توطيې ناکاميدل

کابل باختر دلړم څوارلسمه
  په هلمند ولايت کې دملي امنيت مامورينو په ډاګه کړه چې دنيکمرغه لوي اختر په ورځوکې يې يو لړااحتمالي تروريستي بريدونه شنډ کړي دي .
ويل کېږي چې وسله والوطالبانوغوښتل دناد علي  ولسوالۍ په ګڼ ميشتو سيمو او ځينو دولتي تاسيساتو بريد وکړي چې په خپل وخت دملي امنيت په اقدام سره په دې کار بريالي نه شول .
  دهلمند دوالي  ويندوي احمد زيرک باختر اژانس ته وويل له دغو کسانوڅخه پنځه تنه هغه طالبان دي چې دسيمه ئيزو پوليسو په ليکو کې يې ځاى نيولي و .
دى وايي دغو کسانو غوښتل چې دپوليسو په جامه کې دنيکمرغه لوي اختر په ورځوکې دنادعلي ولسوالۍ په ځينو سيمو يولړ بريدونه وکړي .
دهلمند دوالي دويندوى دڅرګندونو له مخې  له دغو کسانو څخه جنګي وسايل او دچاوديدونکې توکې هم ترلاسه شوي دي .
  احمد زيرک تاييد کړه چې دغه يوولس تنه دملي امنيت ديو لړ ځانګړو عملياتو په بهير کې نيول شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته