امنیت

په فراه کې دچاوديدونکو توکو ديوې ډيپو کشفول .

کابل باختر دسلواغي نهه ويشتمه

  افغان ځواکونو په فراه ولايت کې د وسله والو طالبانو دچاوديدونکو توکو ديوې ډيپو دکشفولو  خبر ورکړ .

 دغه ډيپو   پرون دبالابلوک  ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف شوه  .

 درارسيدلو  خبرونو له مخې  ددغې پيښې په اړوند  يو وسله وال طالب هم دافغان ځواکونو له خوا  نيول شوي دي .

 دفراه ولايت دملي امنيت درياست يو خبرځاى   دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  په دې ډيپو کې څلور سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي  او طالبانو دغه ډيپو دخپلو تروريستي بريدونو لپاره کاروله .

 دفراه ولايت دملي امنيت ددغه خبرځاى دڅرګندونو له مخې په دې يپو کې  ځاى پرځاى چاوديدونکي توکي له پاکستان څخه وسله والو طالبانو ته ليږدول شوي وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته