خبرونهاقتصاد

په فراه کې د عنابو حاصلات زیات شوي دي

– کابل، د چنګاښ ۲ مه، باختر

د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي: د هېواد بڼوال د عنابو حاصلاتو د راټولو له امله زیات عواید تر لاسه کړي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې په ۱۴۰۰ کال کې ۲۵۰۰ ټنه عناب چې ارزښت یې ۲ میلیارده ۲۵۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي پاکستان او هندوستان ته صادر شوي، خو بڼوال د دغې میوې د حاصلاتو په راټولولو کې ستونزې هم لري، چې  له مسوولینو څخه یې د حل غوښتنه وکړه.

د فراه بڼوال وايي، ز موږ ستونزه داده چې د دغې میوې د پروسس او بسته بندۍ لپاره کوم اقدام نه دی شوی. په داسې حال کې چې زموږ عناب د نورو هېوادونو له لارې د هغو په مارک سره صادرېږي.

یو تن بڼوال فقیر محمد وايي، څرنګه چې د پروسس او بسته بندۍ سمه لاره چاره نه لرو زموږ ټول زحمتونه په صفر بدلېږي.

هغه له مسوولینو وغوښتل چې په هېواد کې د پروسس او بسته بندۍ زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو مسلو کارپوه عبدالله علیزی وايي، که چېرې ددغې میوې د پروسس او بسته بندۍ لپاره په هېواد کې کار وشي کولای شي د دغې میوې ارزښت لا نور زیات کړي او زموږ هېواد او بڼوالو ته زیات عواید په برخه کړي.

عناب یوه خوندوره میوه ده او ښه بوی لري او سنتي طب کې هم زیات استعمالېږي.

د فراه ښار په شمالي سیمو کې د عناب زیاتې ونې شته، چې تر راتلوونکي یوې میاشتې پورې به د عنابو حاصلات راټول شي.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته