امنیت

په فراه کې د قران عظيم الشان ختم وشو

کابل /د وږي ١٤مه /باختر
د هېواد د خپلواکۍ د لارې د شهيدانو روح ته د دعا په خاطر نن په فراه کې د قران عظيم الشان ختم وشو.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د فراه ښارپه مرکزي جامع جومات کې د اسلامي امارت د يوشمېر مسوولينو، نعت ويوونکو، شاعرانو او د فراه د خلکو په ګډون جوړه شوه د فراه د ارشاد حج اوقافو رييس مولوي محمد اصف اويوشمېرديني عالمانو د محمدي(ص) د اخلاقو اود اسلامي امت د خپلواکۍ د ارزښت په اړه خبرې وکړې .
ديني عالمانود اسلامي امارت د مجاهدينو پرخلاف ناوړه بهرني تبليغات يوه پروژه وبلله او ويې ويل چې مجاهدين په يوه واحده ليکه کې ولاړ دي او د اعلاى کلمته الله لپاره خپلوسرښندنوته دوام ورکوي.
دغه راز د اسلامي امارت د مجاهدينو د برياليتوب اوله هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو د بشپړ وتلوپه مناسبت يوشمېر شاعرانو او نعت ويوونکو د اسلامي امت د پيوستون او د هېواد د خپلواکۍ په اړه خپل شعرونه اونعتونه ولوستل.
دغونډې په پاى کې برخه والو د هېواد د خپلواکۍ د گټلو د لارې د شهيدانوروح ته دعا وکړه .
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته