امنیت

په فراه کې د ملي اردو یو افسر شهید کړای شو

کابل / د وري ۷ مه / باختر
وسله والو طالبانو نن سهار د ملي اردو د دویمې لوا د اووم کنډک د ښوونې او روزنې آمر عبدالخالق فراهي، په فراه کې شهید کړ.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې وسله والو طالبانو عبدالخالق فراهي هغه وخت چې د فراه په مرکز پورې اړوند شپل کوه سیمه کې د خپل کار دفتر ته روان و، د خپلې کورنۍ د سترګو پر وړاندې په ډزو شهید کړ.
د خبر ځای د څرګندونو له مخې؛ د پېښې عاملان په تیښتې بریالي شول.
د یو بل خبر له مخې:
د فراه په لاش جوین ولسوالۍ کې یو ملکي وګړی په واټ کې د ښخ کړای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د فراه امنیه قوماندان باختر آژانس ته وویل چې په دې چاودنه کې یو بل ملکي وګړی ټپي شو.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته