خبرونهټولنه

په فراه کې د وړکتون ودانۍ پرانیستل شوه

کابل / د کب لومړۍ / باختر

د فراه والي تاج محمدجاهد د فراه ښار د څلورمې ناحيې د وړکتون ودانۍ پرانیسته.

په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د فراه والي، د ولايتي شورا رييس او د دغه ولايت د دولتي بنسټونو مسوولینو ګډون لاره.

د فراه والي د ياد ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست له کړو وړو څخه مننه وکړه  او د دغه وړکتون د ودانۍ پرانیستل يې يو مثبت ګام وباله او زياته يې کړه: د فراه سيمه يېزې ادارې د دغه ولايت د پرمختګ پر وړاندې له هېڅ رازهلوځلو څخه ډډه نه ده کړې.

د فراه د کار او ټولنيزو چارو رياست د مسوول د څرګندونو له مخې؛ دغه وړکتون  ١٢ درسي خونې، د ډوډۍ خوړلو سالو او پخلنځۍ لري او د ۵۰۰ ماشومانو ظرفيت لري.

د يادونې وړ ده دغه وړکتون په يوکال کې د ۷۰۰ زرو افغانيو په لګښت د کار او ټولنيزو چارو وزارت له بودجې څخه جوړه شوې ده.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته