خبرونهروغتیا

په فراه کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شو

کابل / د لیندۍ ۱۱ مه / باختر
د پوليو واکسين کمپاين په فراه کې نن پيل شو.
د فراه والي تاج محمدجاهد له دغه کمپاين څخه په هرکلي سره وويل چې د روغې او له هر راز ناروغۍ څخه د خلاصې ټولنې د جوړولو لپاره د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي په موخه د پوليو واکسين تطبيق مهم او حياتي دى.
د فراه والي د دغه ولايت له ټولو خلکو څخه وغوښتل چې د پوليو واکسين په تطبيق کې له رضاکارانو سره همکارى وکړي.
دغه کمپاين به د فراه په مرکز او ټولو ولسواليو کې څلور ورځې دوام وکړي او له پنځه کلنى څخه ښکته ۱۹۰ زره ماشومان واکسين شي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته