کابل/ د وري١١ مه / باختر
د فراه سيمه ييز مسوولان وايي په دغه ولايت کې د ۲۳۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.
ويل کېږي دغه روږدي کسان له تېرو شپږو مياشتو راهيسي د فراه په محبس کې تر درملنې لاندې وو او له روغېدو وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د فراه د محبس مدير مولوي لعل محمد ذاکري د باختراژانس خبريال ته وويل چې اوسمهال څه د پاسه ۸۰۰ روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال په فراه کې شاوخوا ۵۵ زره کسان په نشه يي توکو روږدي دي.
\ ذ