کابل، د غوايي٢٨مه، باختر
د فراه د پوهنې ریاست د پوهنې وزارت په همکارۍ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونکو او اداري ۴۰۹ بستونه سيالۍ ته وړاندې کړل.
د فراه د پوهنې رييس مولوي اخترمحمد زعيم د باختراژانس خبريال ته وويل له دې جملې ٣٥١ د ښوونکو بستونه او ٥٨اداري بستونه دي.
هغه زياته کړه، چې پر دغو بستونو سربېره د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې ١٢٠٠ د ښوونکو او اداري بستونو ته اړتيا ده، چې ډېر ژر به سيالۍ ته وړاندې شي.
د فراه د پوهنې رييس د دغو بستونو په ازموينه کې د شفافيت ډاډ ورکړ او د فراه ولايت له ټولو زده کړيالانو یې وغوښتل چې په دې سياليو کې برخه واخلي.
\ ذ