– کابل ، د ثور ۸ مه ، باختر
په فراه کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د شمالي کانال جوړولو چارې پیل شوې.
چارواکي وايي چې دغه کانال ۸۲۰ متره اوږدوالی لري او د ۱۵۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
د سرچینې په خبره، په یاده پروژه کې هره ورځ ۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې چې چارې به یې د څلور میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې د فراه ښار جنوبي او شمالي دوه کانالونه لري، چې هر کال د سختو اورښتونو له امله په دغو کانالونو کې سېلاونه راځي، چې لسګونه کورونه ویجاړوي؛ خو مسوولین وايي چې د شمالي کانال په رغېدو سره به یاده ستونزه اواره شي.
ن/ر