![Ps202407022](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/07/PS202407022-720x470.png)
کابل د چنګاښ ۱۲ مه، باختر
د فراه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د ۶.۵ میلونو افغانیو په لګښت د اوبو د یوه ذخیروي بند د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مفتي محمد نسيم سرهنګ د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د پرچمن ولسوالۍ په آقتینه سیمه کې ۶.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۸ متره په اوږدالي او د ۴ متره په سور سره د اوبو یو کوچنی ذخیروي بند (چکډېم) جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
سرهنګ زیاته کړه، چې دغه چکډېم د ۲۵ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې په دې سره به په سیمه کې د اوبو سطحه لوړه، د سېلابونو او د کورونو د وېجاړېدو مخنیوی او بزګرانو ته به هم ګڼ اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې په یاده پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د ۲ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې وه.