خبرونهټولنهروغتیا

په فراه کې سلګونه کيلوګرامه خوراکي توکي او تېرتاریخ درمل  له منځه یوړل شول

 کابل، د زمري لومړۍ نېټه، باختر

د فراه امنيتي مامورينو پرون په دغه ولايت کې څه د پاسه ٥٠٠ کيلوګرامه تېرتاریخ درمل او خوراکي توکي له منځه يوړل.

د فراه ولايت د پشتکوه ولسوال ملا محمد انور”پيروز” د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د فراه ولايت د پشتکوه ولسوالۍ امنيتي ځواکونو د يوې ورځې په بهيرکې د دغې ولسوالۍ د بازار له هټيو څخه (٥٠٠) کيلوګرامه تېرتاریخ خوراکي توکي او درمل  راټول او له منځه یوړل.

  پېروز دغه راز زياته کړه، هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې تېر تاریخ درمل او خوراکي توکي وپلوري او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

باید وویل شي، چې د فراه ولایت روغتیايي ټیم د دغه ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې له درملتونونو او هټیو څخه لیدنه او څارنه کوي او تېرتاریخ درمل او خوراکي توکي راټولوي او بیا یې په ځانګړي ځای کې سوځوي.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته