خبرونهامنیت

په فراه کې لسګونه جریبه ځمکه کې کرل شوي بنګ واړول شول

کابل، د ثور ۲۷ مه، باختر

په فراه کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې په اتیا جریبه ځمکو کې کرل شوي بنګ واړول شول.

د بالابلوک د ولسوال مرستیال بیت الله وايي چې امنیتي ځواکونو د ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې په اتیا جریبه ځمکو کې کرل شوي بنګ واړول.

سرچینه زیاتوي چې د عالیقدر امیرالمومنین له فرمان سره سم يې د نشه يي توکو د کرکیلې د مخنیوي چاره په جدیت سره را پیل کړې. په خبره یې،  تر دې مهاله يې په لسګونو جریبه ځمکه د بنګو له کرکیلې پاکه کړې ده.

په ورته وخت کې د فراه یو شمېر کروندګر هم مني چې د نشه يي توکر کرکیله ناوړې پایلې لري چې ډېر زیان یې عامو افغانانو ته او ګټه یې د نشه يي توکو بهرنیو او کورنیو قاچاق کوونکو ته رسېږي؛ خو له نړېوالو غواړي چې د نشه يي توکو د بدیل معیشت په برخه کې له افغان کروندګرو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت زعیم د یو فرمان له مخې، نه یوازې په فراه، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نشه يي توکو کر کیله باندې بندیز لګولی دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته