خبرونهروغتیا

په فراه کې لسګونوتنو له روغتيايي څانګو څخه فارغ شول

کابل / د مرغومي / ۲۳ / باختر

په فراه کې ۴۳ تنه پرون په دغه ولایت کې د غضنفر روغتیايي علومو له څانګو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د باخترآژانس د خبرله مخې، په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه ، د فراه د عامې روغتیا ریاست سرپرست او د دغه ولایت د اسلامي امارت یو شمېر مسوولینو او د فارغانو په لسګونوتنو خپلوانوګډون کړې و.

د بریا د روغتیايي علومو د انیستیتوت مسوول او د دغه ولایت د غضنفردولتي انستیتوت  آمرډاکترمهتاب الدین وویل : د ښځو او نارینه ووله څانګوڅخه ۴۳ تنه نجونې او هلکان په فراه کې د غضنفرله روغتيايي علوموڅخه د فارمسي  او نرس له څانګوڅخه له درې کاله زده کړې وروسته فارغ شول.

هغه وویل چې نن په هېواد کې د نرسونوشمېرد سیمه يیزو هېوادونو په نسبت لږ فعالیت کوي او هلې ځلې دوام  لري چې په دې برخه کې فعالیت زیات شي.

په پای کې د اسلامي امارت یوشمېرمسوولینو دغو فارغانوته د مبارکي په ویلوسره له دوی څخه وغوښتل چې هرځای کې چې دوی ته د کارزمینه برابرېږي ډډه ونه کړي.

دوی زیاته کړه چې په هېواد کې د نرسانو لپاره هیڅ امنیتي ګواښونه شتون نه لري ، نود دغې څانګې هرفارغ په ډاډه زره سره کولای شي طبي فعالیت ولري.

ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا