ټولنه

د افغانستان دبرياليو ښځو لومړى جشن جوړ شو .

کابل باختر دمرغومي يو ويشتمه :
د افغانستان دبرياليو ښځو په لومړى  جشن کې چې پرون په کابل کې  جوړ شو دهېواد يوشمېر بريالى ښځې  وستايلې  شوې .
د باختراژانس دخبريال دخبرله مخې  په  همدې مناسبت داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمالي ، اداري او ګرځندوى  د معينې پوهنيارې  سيدې مژګان مصطفوي  او د جمهور رييس د سلاکارې  ملالۍ شينوارۍ ، د يوشمېر دولتي مسوولانو ، فرهنګي شخصيتونو او دپوهنتونونو داستادانو په ګډون د سولې انستيتوت ،  رسنيواو ښې حکومتوالى  ، دايېنه جوانان د ټولنې او د فضاي خرد  دټولنيزې  ټولنې له خوا  دښځې تلويزيون  په همکارى  يوه غونډه جوړه شوې و .
په دې غونډه کې  دپوهنتون استازې او د حکم هئيت غړې  پوهنملې شهلا فريد  دبرياليو ښځو دانتخاب  دڅرنګوالي په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې په دې جشن کې  ټولټال  پنځه سوه تنو ښځو نومونه ليکلي و  چې له دې جملې څخه دحکم هئيت له خواپنځه تنه دتنديس  مستحقې او پنځه تنه نورې دستاين ليک مستحقې وپيژندلې شوې .
ورپسې  دجمهور رييس سلاکارې  ملالى شينوارې خبرې وکړي او ويې ويل چې دغه جشن کيداي شي دښځو دحقوقو دترلاسه کولو لپاره ښه پيل وي او په ټولنه کې دښځو رول لاپسې  جوت کړي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي اداري او ګرځندوى معينې  پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  په خپلو خبرو کې  دهېواد په بيلابيلو  برخو کې دښځو کارنده او اغيزمن رول ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د دغه شان جشنونو جوړول ، د هېواد دبرياليو ښځو په پيژندنه کې يو مهم ګام دى او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت هڅه  او هاند کوي چې د هېواد دښځو مهم کړه وړه منعکس کړي .
  دې زياته کړه چې دديني اواسلامي ارزشتونو په پام کې نيولو پرته  به ، هغه غورځنګونه بريالي نه وي چې دښځو په لاره کې  کار کوي . 
په همدې  ترتيب  د ملي شورا  غړي عبدالقيوم سجادي په ټولنه کې  دښځو درول په باب  معلومات ورکړل او ويې ويل  چې په تفکر کې دجنسيت  په لحاظ دامتياز لپاره ځاى شتون نه لري  د اسلام په مقدس  دين کې لوړتيا او امتياز دتقوا له مخې دى .
ده له ښځو  څخه وغوښتل چې په قوي ارادې سره  هڅه او هاند وکړي چې په ټولنه کې خپل مقام او دريځ پيداکړي .
  دغه راز په دې غونډه کې په ټولنه کې دګټورو هلوځلو او کړو  وړو په درناوي د پاسپورت  رياست مرستيالې  مسلمې اماني  د سوداګرى  او صنايعو وزارتونو معينې کاملې صديقي ، د کابل ولايت دمرافعه محکمې  دتشخيص احوالو  ديوان رييسې  رحيمې رضايي ، دميرمن راډيو دامتياز خاوندې مريمې دراني او ډاکترې شکردخت  جعفري ته  تنديس او دغه راز دهېواد برياليو ښځو سيمين حسن زاده ، حميرا ثاقب ،  زهره رضايي ، معصومې  حبيبي  او زمزمې  نيازي ته دستاينې  لوحې ورکړى شوې .        

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته