کابل، د چنګاښ٢٥مه، باختر
د فراه امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې یو تن د نشه يي توکو د پلور په تور نیولی دی.
د فراه ولايت د قلعه کاه ولسوال، انوري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت منسوبينو دغه سړى د یادې ولسوالۍ د دزد باد په کلي کې د عملياتو په بهير کې د الکولي مشروباتو د توليد او پلور په تور نیولی دی.
خبرځاى وويل چژ له دغه سړي څخه د الکولي مشروباتو د توليد يوه دستګاه هم ترلاسه شوې او په دې اړه څېړنې دوام لري.
\ ج