کابل/ د غوايي٢٧مه/ باختر
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه تر اوسه پورې په فراه کې ٢٦زره برېښنايي پېژند پاڼې وېشل شوې دي.
د فراه د احصايې او معلوماتو رييس قاري يوسف باخترآژانس ته وويل چې دغې ادارې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه تر اوسه پورې د فراه خلکو ته ٢٦ زره برېښنايي تذکرې ويشلې دي.
هغه زياته کړه چې هره ورځ د دې ادارې د کارکوونکو له لورې کابو ٢٥ تنه بايومتريک کېږي.
نوموړي دغه راز د فراه په شپږو ولسواليو کې د کاغذي تذکرو د شپږو مرکزونو د فعاليت خبر ورکړ او ويې ويل؛ چې په پخواني نظام کې د فراه ولايت د ولسواليو خلکو ته په مرکز کې تذکرې ويشل کيدې؛ خو د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې د فراه شپږو ولسواليو کې د تذکرو د ثبت مرکزونه جوړ شوي او څلور نور مرکزونه هم په نږدې راتلوونکي کې په نورو ولسواليو کې فعاليږي.
\ ذ