خبرونهامنیت

په فراه کې پنځه تنه د الکولي مشروباتو د څښاک په تور ونیول شول

– کابل، د غبرګولي ۵ مه، باختر

د فراه د مرکز د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې پنځه تنه د الکولي مشروباتو د څښاک په تور نیول شوي دي.

د څلورمې حوزې آمر ملا عبدالنافع سابق د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په فراه کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره لسګونه تنه د الکولي مشروباتو د څښاک په تور نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته