خبرونهامنیت

په فراه کې په اته جریبه ځمکه کې کرل شوي بنګ واړول شول

 کابل، د چنګاښ ۲۵ مه، باختر

په فراه کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت مرکز ته څېرمه یې په اته جریبه ځمکه کې کرل شوي بنګ واړول.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې هم لسګونه جریبه ځمکې  د نشه يي توکو  له کرکیلې پاکې شوې دي.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ځايي چارواکي وايي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین له فرمان سره سم يې د نشه يي توکو د کرکیلې د مخنیوي چاره په جدیت سره را پیل کړې. په خبره یې،  تر دې مهاله يې په لسګونو جریبه ځمکه د بنګو له کرکیلې پاکه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت زعیم د یو فرمان له مخې، نه یوازې په فراه، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نشه يي توکو کر کیله باندې بندیز لګولی دی.

ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته